د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عاجل ابن سینا روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو (د میت خونې بیا جورولو لپاره د یوویشت قلمه توکو) پروژه، چې د (MOPH/IEH/NCB/1447/1404/G019) ریفرینس شمېرې لرونکې ده، د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړوند شرطپاڼې سافټ په فلش ډیسک کې د ودانیزو تدارکاتو آمریت څخه لاس ته راوړي، د عقودو قانون، لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر پنجشنبې ورځې 27/06/1447 هـ ق چې د 27/09/1404 هـ ش نیټې سره سمون لري، ترتیب او په یاده نېټه د سهار په لس بجو د عاجل ابن سینا روغتون ریاست ته، چې د پل آرتل لومړی ناحیه کې موقعیت لري، وسپاري.
یادونه: ناوخته رسیدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عاجل ابن سینا روغتون د کتابتون په 17 او یا 55 خونه کې ترسره کېږي.
