د لغمان ولایت الينګار ولسوالۍ کې له خصوصي روغتیایي سکټور او د خوراکي توکو له یو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت د لغمان عامې روغتيا رياست د څارنې او پلټنې ټيم له لوري ترسره شو، چې په ترڅ کې یې ٢٧ قلمه له نېټې تېر درمل او ١٨ قلمه بې کيفيته خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګدام ته ولېږدول شول.
د نظارت په پایله کې يو دغاښونو کتنځى او دوه درملتونونه له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول او اړوندو مسؤلينو ته د قانون مراعتولو په اړه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.