د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري (د ننګرهار د عدلي طب امریت د راډيولوژۍ خونې بیارغونې، د احاطې دېوال جوړولو، د لمریزې برېښنا سیستم او تقویتي ترانسفارمر نصبولو پروژې) چې ريفرينس شمېره يې (MOPH/1405/NCB/W-2836) ده، نثارالحق زاهد سوداگریز، ودانیز او لوژستیکي چوپړتیاوو شرکت) ته، چې د (65661) ګڼې جواز لرونکی او اصلي پته یې (خوشحال خانه مېنه، کابل) کې ده، ورکړي او د تړون لومړنۍ بیه (2,897,454.00) دوه میلیونه اته سوه اوه نوي زره څلور سوه څلور پنځوس افغانۍ کېږي.
حقیقي او حکمي اشخاص د هر ډول نیوکو په صورت کې کولای شي خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت، تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
يادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.
