د داوطلبۍ خبرتیا !
Publish Date
Closing Date
د اتاترک د کوچنیانو درملنې تخصصي روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د یاد روغتون اړوند ډیزل تیل چمتو کول او تدارک پروژه) چې د (MOPH/ATNHC/NCB/1405/G03) ریفرنس ګڼې درلودونکې ده، د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ د قراردادونو مدیریت څخه لاس ته راوړي، د عقود قانون، لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه د شنبې ورځ، (04/07/1405 )هـ ش نېټې سره سمون لري ترتیب او په یاده نېټه د سهار په ( 10:00) بجو د اتاترک ملي ماشومانو روغتون د کنفرانس خونه کې، چې د کابل طبي پوهنتون شاته په درېمه ناحیه کې موقعیت لري، وسپاري.
ناوخته رسېدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
