د عامې روغتیا وزارت د خصوصي روغتیايي علومو انسټیټیوټونو ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

موضوع: د هغو کسانو د نوم‌لیکنې او ازموینې د اعلان په اړه چې له هېواد څخه بهر یې زده کړې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت د خصوصي روغتیايي علومو انسټیټیوټونو ریاست د خپل کاري پلان له مخې غواړي د هغې منځنۍ کچې طبي کادرونو د ارزونې ازموینه واخلي، چې له هېواد څخه بهر روزل شوي دي.

له همدې امله، د نوم‌لیکنې لپاره غوښتونکي بايد د ۱۴۰۵/۳/۲۴ څخه تر ۱۴۰۵/۵/۲۴ نېټې پورې (د دوو میاشتو لپاره)، د منظور شوې لایحې مطابق د خصوصي روغتیايي علومو انسټیټیوټونو ریاست، د بهرنیو اسنادو ارزونې عمومي مدیریت ته مراجعه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې ازموینه به په ۱۴۰۵/۵/۲۶ نېټه د عامې روغتیا وزارت عمومي تالار کې د ماسپښین په ۲:۰۰ بجو واخیستل شي.

هغه کسان چې له هېواده بهر یې زده کړې کړې دي، د نوم‌لیکنې لپاره باید له لاندې څانګو څخه په یوه کې سند ولري:

نرسنګ، فزیوتراپي ټکنيش، لابراتوار ټکنيش، فارمسي ټکنيش، اکسری ټکنيش، د سترګو ټکنيش، د غاښونو ټکنيش، انستیزي ټکنيش

که چېرې اشخاص د نرسنګ او قابلګۍ سند ولري، نو د انستیزۍ په څانګه کې به ارزول کېږي. همدارنګه، په هره یادې شوې څانګه کې باید لږ تر لږه دوه کاله له هېواده بهر زده کړې کړې وي.

د ازموینې د ګډون شرایط:

۱- د افغانستان تابعیت لرل.

۲- د دولسم ټولګي د فراغت سند لرل، چې د پوهنې وزارت له خوا تایید شوی وي.

۳- عمر یې له ۵۰ کلونو څخه زیات نه وي.

۴- د زده‌کړې سند لرل، چې د بهرنیو چارو وزارت له لوري تایید شوی وي.

۵- هغه کسان چې مخکې په کومه طبي څانګه کې ارزول شوي وي، په نورو څانګو کې نه ارزول کېږي؛ او که بریالي هم وپېژندل شي، پایلې به یې نه ابلاغ کېږي. دا ازموینه یوازې د مسلکي څانګې د تثبیت لپاره اخیستل کېږي، نه د تحصیلي کچې د تثبیت لپاره.

 

نوټ: غوښتونکي باید د مراجعه پر مهال لاندې اصلي اسناد له ځان سره ولري: د تابعیت تذکره، د دولسم ټولګي د فراغت سند (د پوهنې وزارت له تایید سره) مسلکي تعلیمي سند، اصلي ټرانسکرېپټ (د نمرو جدول)، یوازې د کاپي اسنادو پر بنسټ اجراآت نه ترسره کېږي. د هرې څانګې د ازموینې مراجع (ریفرنسونه) له دې خبرتیا سره ضمیمه او خپاره شوي دي.

 

آخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۵
Background image

اطلاعیه ریاست انستیتوت های علوم صحی خصوصی وزارت صحت‌عامه !

موضوع: اعلان ثبت نام و اخذ امتحان اشخاصی که در خارج از کشور تحصیل نموده اند.

ریاست انستیتوت های علوم صحی خصوصی مطابق پلان کاری خویش در نظر دارد تا امتحان ارزیابی کادرهای متوسطه طبی . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۱۲
Background image

اطلاعیه بانک خون مرکزی!

بانک خون مرکزی به هموطنان عزیز اطمینان می‌دهد که در روزها و شب‌های عید قربان، خدمات ۲۴ ساعته خود را به‌صورت منظم و دوامدار در مرکز و همه ولایات کشور ارائه خواهد کرد.

هموطنان گرامی!

در . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۸:۴۳
Background image

نتایج امتحان بست‌های تخصص ترینری شفاخانه‌های نظامی و ملکی وزارت صحت عامه!

نتایج امتحان بست‌های تخصص ترینری شفاخانه‌های نظامی و ملکی وزارت صحت عامه!

 https://nexa.gov.af/fa/result/114/search 

 

اشتراک‌کنندگان امتحان که در رابطه به نتايج امتحان شکایت داشته . . .

Back to announcements