د اکمال تخصص رئیس د بلخ ولایت سیمه ییز روغتون څخه لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۵:۴۰
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص رئیس، ډاکټر محمد حیدر عمر او ورسره مل پلاوي شمال او شمال ختیځ ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې د بلخ ولایت سیمه ییز روغتون څخه لیدنه ترسره کړه.

د یاد سفر په ترڅ کې، چې موخې یې په روغتونونو کې د اکمال تخصص اړوند کریکولم پلي کول او د تخصص په برخه کې د ټریني متخصصینو او ټرینرانو ستونزې او وړاندیزونه له نږدې اورېدل دي، په همدې اساس د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص رئیس ډاکټر محمد حیدر عمر او ورسره مل نظارتي پلاوي د بلخ سیمه ییز روغتون له بېلا بېلو څانګو څخه هر اړخیزه لیدنه ترسره کړه.

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص رئیس همداراز د یاد روغتون د بېلا بېلو څانګو له ټریني متخصصینو او ټرینرانو سره ناسته ترسره، په دې برخه کې یې شته ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د اکمال تخصص د ځانګړي کریکولم د پلي کولو برخه کې یې هغوۍ ته لازمې سپارښتنې ترسره کړې

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

۶۰ قلم تجهیزات طبی به مرکز صحی ولسوالی دشت ارچی ولایت کندز تسلیم داده شد

۶۰ قلم تجهیزات طبی با ارزش مجموعی ۱۱۱ هزار دالر امریکایی، با همکاری وزارت صحت عامه و حمایت مالی اداره UNHCR، برای مرکز صحی ولسوالی دشت ارچی ولایت کندز تهیه و به این مرکز تسلیم داده شد.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۱
Background image

برگزاری برنامه آموزشی پنج‌روزه مراقبت‌های عاجل اساسی برای ۲۰ تن از کارکنان صحی

یک برنامه آموزشی پنج‌روزه Basic Emergency Care  « BEC» از سوی ریاست ارتقای ظرفیت وزارت صحت عامه برای ۲۰ تن از کارمندان مسلکی بخش صحی برگزار شد.

این برنامه با حمایت مالی کمیته بین. . .

BACK TO NEWS