د عامې روغتیا وزیر بلخ ولایت ته سفر تر سره کړ

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۱۲:۳۸
Balkh

د افغانستان اسلامې امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست له مسؤلینو، د روغتیايي خدمتونو د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو او یو شمېر روغتیايي کارکوونکو سره لیدنه ترسره کړه.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په دې لیدنه کې هېوادوالو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو هڅې او کوښښونه وستایل او و یې هڅول؛ تر څو ولس ته په وخت سره غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت ژمن دی؛ تر څو ټولو هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي، چې په همدې موخه په تېرو دوو کلونو کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې له ۳ سوه زیات روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي او دغه لړۍ به به راتلونکي کې هم دوام ولري.

ښاغلي وزیر همداراز د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مسئولینو، د روغتیايي خدمتونو د تطبیق کوونکو مؤسسو استازو او روغتیایي کارکوونکو ته د ولس د ښه خدمت په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۹:۳
Background image

پروسه آفرگشایی ساخت شفاخانه عمومی ولسوالی حضرت سلطان ولایت سمنگان برگزار شد

این پروسه با حضور مسوولان پروسه آفر گشایی وزارت صحت عامه و نماینده گان ۷ شرکت ساختمانی برگزار گردید.

مسوولان پروسه آفرگشایی وزارت صحت‌عامه، در نشستی که به این مناسبت برگزار شد، گفتند:. . .

BACK TO NEWS