د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د دې روغتیا وزارت اړوند (د مرکزي پولي کلینیک اړوند ۳۸ قلمه تولیدي درملو چمتو کول او تدارک پروژه ۱۴۰۵ مالي کال لپاره) چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/1405/NRB/G-2493) ده، تړون يې د
(تواب جان لایف فارما سیټیکل ) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت
(865) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (لومړی سرک صنعتي پارکونه ۹ ناحیه مرکز کابل ) کې دی.
چې د تړون بیه یې (2,067,000) دوه میلیونه اووه شپېته زره افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.
