د افغانستان او بېلاروس ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پراختیا په اړه هوکړه وشوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۸
MOPH

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي بېلاروس ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د روغتیا له وزیر، ښاغلي هودژایف الکساندر سره د روغتيايي همکاريو د پراختيا په موخه لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې افغانستان ته د درملو واردولو، طبي تجهیزاتو، د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې او د څېړنیزو معلوماتو د تبادلې په ګډون پر بېلابېلو روغتیايي موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.

د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دې لیدنه کې وویل: د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي له بېلابېلو هېوادونو سره د روغتیايي همکاریو کچه پراخه کړي او د مسلکي تجربو، طبي تجهیزاتو، درملو او روغتیايي خدمتونو په برخو کې د همکاریو له پراختیا څخه د هېواد د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره ګټه واخلي.

بل لور، د بېلاروس د روغتیا وزیر، ښاغلي هودژایف الکساندر هم د افغانستان له روغتیايي سکتور سره همکاریو ته په اشارې وویل: هېواد یې چمتو دی، چې د درملو، طبي تجهیزاتو، روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د مسلکي او علمي تجربو د تبادلې په برخو کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ پراخې کړي.

د دغې لیدنې په پای کې د افغانستان او بېلاروس ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پراختیا، درملو او طبي تجهیزاتو، روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د علمي او څېړنیزو معلوماتو د تبادلې په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا هوکړه وشوه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۹
Background image

از یک تعداد دواخانه ها در بازار ده باباعلی مرکز ولایت کاپیسا نظارت صورت گرفت

به‌منظور تطبیق قوانین و مقررات صحی، تأمین کیفیت ادویه و جلوگیری از عرضه و نگهداری ادویه غیرمعیاری؛ تیم نظارت و بررسی ریاست صحت‌عامه ولایت کاپیسا از یک تعداد دواخانه ها در بازار ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۹
Background image

امضای تفاهم‌نامه ۴۷۶ هزار دالری برای ارائه خدمات صحی در کابل

وزارت صحت عامه به‌منظور ارائه خدمات صحی مدغم اولیه، تغذیه، واکسیناسیون و حمایت روانی ـ اجتماعی (MHPSS) در ولایت کابل، تفاهم‌نامه‌ای را به ارزش ۴۷۶ هزار و ۴۷ دالر امریکایی با مؤسسه ریلیف. . .

BACK TO NEWS