کاپیسا ولایت کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو
د کاپیسا عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې ټیم د دې ولایت د مرکز اړوند، ده باباعلي بازار کې له یو شمېر درملتونونو څخه د روغتیايي قوانینو او مقرراتو پلي کېدو، د درملو کیفیت تأمین او د غیرمعیاري درملو د عرضې او ساتنې مخنیوي په موخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې یې دوه درملتونونه د درملیزو تأسیساتو د نوي جامع لارښود له مندرجو موادو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.
همدارنګه، له یادو درملتونونو څخه ۴۵ قلمه درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول.
