د غزني ولایت په حکیم سنایي عالي لېسه کې څه باندې ۷۰۰ زده کوونکو ته د نشه يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو
یاد پروګرام چې د غزني عامې روغتیا ریاست اړوند د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون او عامه پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، په کې ګډونوالو ته د پوهاوي اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د ځوانانو رول، د روږدیتوب مخنیوي ارزښت، د روږدیتوب لاملونو، د نشه یي توکو مخنیوي برخه کې د کورنیو او ملګرو رول، د ټولنیز لید له مخې د خطرونو پر وړاندې د مبارزې لارو چارو او پر ټولنه باندې د روږدیتوب د منفي او ناوړه اغېزو په اړه معلومات وړاندې شول.
همدارنګه، د یادې لېسې مسؤلینو او استادانو د دغه ډول پروګرامونو له جوړېدو څخه هرکلی وکړ او دا ډول پروګرامونه یې د نشه يي توکو مخنیوي برخه کې اغېزمن وبلل.
