په کابل، خوست، پکتیکا او بامیان کې د نشه‌یي توکو مخنیوي عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۱۶
moph

د کابل، خوست، پکتیکا او بامیان ولایتونو په یو شمېر ښوونځیو او عالي لېسو کې د نشه‌ یي توکو مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

دغه پروګرامونه د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي برنامې ریاست اړوند د کابل ولایت جنګلک د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون، د خوست ولایت د روږدو درملنې ۸۰ بستریز روغتون، د پکتیکا ولایت د روږدو درملنې ۳۰ بستریز روغتون او د بامیان ولایت د روږدو درملنې ۲۰ بستریز روغتون مسؤلینو له لوري زده کوونکو او استادانو ته ترسره شول.

په دې پروګرامونو کې د نشه‌ یي توکو ټولنیز، اقتصادي، رواني او روغتیايي زیانونه په علمي او هر اړخیز ډول تشریح شول او د دغو توکو د کارونې له امله رامنځته کېدونکې فردي او ټولنیزې ستونزې روښانه شوې او هم د نشه‌ یي توکو د مخنیوي، د روږدو پېژندنې او د درملنې مرکزونو ته د هغوی د راجع کولو په اړه مهم معلومات وړاندې شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS