د خوړو نړیوالو معیارونو د تطبیق په اړه درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۲۹
moph

د عامې روغتیا وزارت د خوړو خوندیتوب لوی ریاست کارکوونکو لپاره د «کودکس یا د خوړو نړیوالو معیارونو تطبیق» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

د دې پروګرام اساسي موخه د کارکوونکو تخنیکي ظرفیت لوړول او په هېواد کې د خوړو خوندیتوب سیستم پیاوړی کول دي؛ چې په ترڅ کې به یې د کودکس اصول او اهمیت، د خوړو د خوندیتوب معیارونو ښه والی، د خوړو محصولاتو د ثبت سیستم او اړوندو کمېټو پیاوړتیا وڅېړل شي.

همدارنګه، د اسنادو د تحلیل او فعالیتونو د تنظیم رئیس، مولوي محمد موسی فایق د خوندي او معیاري خوړو د تأمین پر اهمیت ټینګار وکړ او له کارکوونکو یې وغوښتل، چې له دې روزنیز پروګرام څخه د خدمتونو کیفیت ښه کولو او روغتیایي معیارونو اغېزمن تطبیق په موخه ګټه واخلئ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۰
Background image

د عامې روغتيا وزارت د اداري چارو ساده کولو او اسانه کولو په اړه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتيا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شيخ محمد طاهر حليم، يو شمېر نورو مرکزي رئیسانو، امرينو، د وزارت د ساده سازۍ کمېټې غړو او د چارو ادارې لوی رياست استازو شتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون دوهم فصل، نولسمه ماده لومړۍ فقره

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون دوهم فصل، نولسمه ماده لومړۍ فقره:

داخلي او نړیوال مؤسسات مکلف دي چې د خپل اړتیا وړ خوراکي توکي، درمل او روغتیايي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۲۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت کې د جواز ورکولو سیستم د پروسو ډیجیټل کولو روزنیز پروګرام پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د معلوماتي ټکنالوژۍ امریت له لوري د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په همکارۍ د جواز ورکولو سیستم د پروسو ډیجیټل کولو تر سرلیک لاندې درې ورځنی. . .

BACK TO NEWS