د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یو شمېر نړیوالو مؤسسو له استازو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۵
MOPH

په دې ناسته کې چې د Akbar, OPM, SAF, MdM, AHDS, PUAMI, TdH او INTERSOS موسسؤ استازو شتون درلود په کې د همغږۍ پیاوړتیا، ستونزو ته پر وخت رسېدنې، د درملو د وارداتو او مقرراتي محدودیتونو، د ګمرکي تصفیې ځنډ، د درملو د کیفیت کنټرول، له یو ولایت څخه بل ته د پروژو د لېږد او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، د یادو موضوعاتو تر اورېدو وروسته وویل: د دې موضوعاتو د هر اړخیزې ارزونې او لازمو اقداماتو لپاره به د وزارت د یوه مرستیال په مشرۍ ځانګړې تخنیکي کمېټه وټاکل شي او لازم اقدمات به ترسره کړي.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیایي محصولاتو د وارداتو او صادراتو د تنظیم رئیس مولوي عبدالبصیر قانع د ګمرکونو برخه کې د اسانتیاوو، په کور دننه د درملو تولید، هوايي ډګرونو کې د شته ګودامونو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې او زیاته یې کړه، د عامې روغتیا وزارت رهبري هڅه کوي؛ تر څو په دې برخه کې نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS