د عامې روغتیا وزارت مرستیال د شیخ زاید ملي او تخصصي روغتون له خدماتو څخه لیدنه وکړه
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي تېر ماښام په شیخ زاید ملي او تخصصي روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر څخه لیدنه ترسره او له روغتیایي کارکوونکو سره یې روژه ماتی وکړ:
د دې لیدنې په ترڅ کې ښاغلي مرستیال د روغتیايي کارکوونکو هڅې وستایلې او د ناروغانو د ستونزو حل او د خدمتونو کيفيت لوړولو په موخه يې ورته لازمې سپارښتنې وکړې. ښاغلي مرستیال وویل: هر روغتیايي کارکوونکی بايد خپلو مسؤليتونو ته پاملرنه وکړي او خپلې دندې په بشپړ صداقت سره ترسره کړي.
همدارنګه، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال له ناروغانو او مراجعینو سره هم لیدنه وکړه، د هغوی د روغتيا هيله يې څرګنده، غوښتنې یې واورېدې او د بشپړې پاملرنې ډاډ یې ورکړ.
