د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د افغانستان لپاره مشرې اغلې پارک میهیونګ او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه ترسره کړه
په دې ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا، د ګډو هوکړو د تطبیق پر څرنګوالي او د روغتیايي خدمتونو د لا ښه کېدو په موخه هر اړخیز بحث وشو.
په لیدنه کې د کډوالۍ د روغتیايي ملاتړ (Migration Health Support) په برخه کې د IOM د روانو فعالیتونو، په ځانګړي ډول د راستنېدونکو، بې ځایه شویو او زیان منونکو وګړو لپاره د اساسي روغتیايي خدمتونو د برابرولو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.
همدارنګه، د روغتیايي زیربناوو د پیاوړتیا، د روغتیايي مرکزونو د بیارغونې او تجهیز، او د اړوندو روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخو کې د همکارۍ پر پراختیا ټینګار وشو، دواړو لورو د کډوالۍ د روغتیايي ملاتړ د اهمیت په اړه د لا زیاتو هڅو او همغږۍ اړتیا یاده کړه، څو د هېواد په کچه د روغتیايي خدماتو عادلانه ویش ته زمینه مساعده شي، د الهي پېښو پر مهال چټک همغږی او مؤثر غبرګون اړین وبلل شو، چې د همدې مواردو اړوند د پالیسۍ او عامه پوهاوي په برخه کې د ګډو نوښتونو پر عملي کولو هم خبرې وشوې.
