د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

rasooli_admin
جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
MOph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد جمال او نورو مسؤولینو سره د یو شمېر مهمو موضوعاتو اړوند لیدنه ترسره کړه:

په دې لیدنه کې د پولیو ناروغۍ د تشخیص اړوند د پولیو لابراتوار د  کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې، د پولیو د تشخیص لابراتوار د څانګو پر پراختیا او تمویل، د پولیو ناروغۍ سره پر مبارزې او محوه کولو، د روغتیایي خدماتو پر پراختیا، ظرفیت لوړونې او د راتلونکو تخنیکي ناستو پر اجنډا او  اړوندو موضوعاتو بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر د نورو موضوعاتو تر څنګ وویل؛ د پولیو ناروغۍ د تشخیص لابراتوار باید لا فعال او په هر اړخیزه توګه یې تمویل او تجهیز وشي، نوموړي همدا راز د روغتیا نړیوال سازمان د مسؤولینو څخه د زیاتې پاملرنې او عاجلو اقداماتو غوښتونکی شو تر څو د پولیو د تشخیص لپاره ټول امکانات پر کور دننه برابر او تشخیص یې پر وخت په معیاري توګه تر سره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۴:۵۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال لوګر کې د نایب امین الله خان ۳۰۰ بستریز روغتون له خدماتو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي لوګر ولایت ته د سفر په ترڅ کې د نایب امین الله خان ۳۰۰ بستریز روغتون د خدماتو ارزونې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۴:۵۳
Background image

د فراه ولايت د روږدو درملنې ۸۰ بستريز روغتون څخه ۳۷ تنه تداوي شوي ناروغان د حرفوي زده کړو له درې مياشتنۍ روزنيزې برنامې بشپړېدو وروسته فارغ شول

دغه کسان د نل دوانۍ، جاري برېښنايي سیستم، لمريز برېښنايي سیستم او د موټرسایکل ترمیم برخو کې له درې میاشتنیو مسلکي زده کړو وروسته فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

 د فراه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي پروګرام د روږديتوب د مخنیوي کمېټې له لوري معلوماتي کمپاین ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي پروگرام د روږديتوب څخه د مخنيوي کمېټې مسؤلینو د  کابل کارته نو سیمه کې د اطلس علمي روزنیز مرکز زده کوونکو ته د نشه يي توکو څخه د مخنيوي معلوماتي. . .

BACK TO NEWS