ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو
دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.
د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر پرانیسته خوښي وښوده او د دغه مرکز د خدماتو پیل یې د ختیځ زون اوسېدونکو لپاره مهمه لاسته راوړنه وبلله.
