د خصوصي روغتیایي مرکزونو له لوري د زلزله ځپلو لپاره د وړیا خدمتونو ژمنه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۳۲
Moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوی عبدالولی حقانی ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د خصوصي روغتیایي مرکزونو له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

یاده لیدنه د زلزلې زیانمنو شویو ته د وړیا روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ترسره شوه، چې په کې د خصوصي روغتیایي مرکزونو له مسؤلینو وغوښتل شول، ترڅو په دې سختو ورځو کې خپلو زیانمنو هېوادوالو ته وړیا روغتیایي خدمتونو وړاندې کړي او د یو مسلمان په توګه خپل ایماني او وجداني مسؤلیت ادا کړي.

بل لور د خصوصي روغتیایي مرکزونو مسؤلینو د ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني غوښتنه ومنله او ژمنه یې وکړه، چې د زلزله ځپلو لپاره به د روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو کې هېڅ ډول هڅې او کوښښونه ونه سپموي.

د یادونې وړ ده، چې دغه خصوصي روغتیایي مرکزونه ټول اړین روغتیایي خدمتونه، لکه معاینات، د عمومي داخله او عمومي جراحي خدمتونه، درمل او نور اړین روغتیایي خدمتونه د زلزله ځپلو لپاره په وړیا ډول وړاندې کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۳۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د خاص کونړ سل بستریز مؤقت روغتون څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني کونړ ولایت د سفر په ترڅ کې د خاص کونړ ولسوالۍ په نظامي قرارګاه کې د زلزله ځپلو لپاره د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۹
Background image

د چین هېواد MCC کمپنۍ په ختیځ زون کې د زلزله ځپلو هېوادوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د یو شمېر اړینو توکو او درملو مرسته وکړه

یاده مرسته افغانستان لپاره د چین سفارت او د MCC کمپنۍ د استازو په شتون کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي ته وسپارل شوه، چې په کې خوراکي توکي. . .

BACK TO NEWS