د چین هېواد MCC کمپنۍ په ختیځ زون کې د زلزله ځپلو هېوادوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د یو شمېر اړینو توکو او درملو مرسته وکړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۹
MOPH

یاده مرسته افغانستان لپاره د چین سفارت او د MCC کمپنۍ د استازو په شتون کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي ته وسپارل شوه، چې په کې خوراکي توکي، درمل، خېمې، کمپلې او نور اړین توکي شامل وو.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د یادې مرستې په موخه د چین هېواد څخه مننه وکړه او دا مرسته یې د زلزله ځپلو هېوادوالو د اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه وبلله.

بل لور د چین سفارت استازو خپلو دوامداره مرستو ته په اشارې ختیځ کې د زلزلې له امله زیانمنو شویو سره د لا زیاتو مرستو او همکاریو ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۶:۹
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د دې وزارت د ودانيزو چارو رياست له مسؤلينو سره ناسته تر سره کړه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري عبدالولي صديقي، د روغتيايي پراختيا او پاليسۍ مرستيال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غياثي، د مقام مشاورينو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۶:۱
Background image

د ټولنې ډیجیټل ښکېلتیا او د ناسمو معلوماتو مدیریت اړوند د ټرینرانو روزنېز ورکشاپ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز له لوري د نړیوالو همکارانو په ملاتړ د روزونکو یا ټرینرانو لپاره د ټولنې د ډیجیټل ښکېلتیا او ناسمو معلوماتو مدیریت تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۵:۵۴
Background image

د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د چین له سفیر، ښاغلي ژاوشېنک سره ولیدل

په دې لیدنه کې د الشفاء روغتون لپاره د تجهیزاتو برابرېدو، د سنتي طب برخه کې د ظرفیت لوړونې پروګرامونو عملي کولو او په کندهار کې د میرویس سیمه ییز روغتون پراختیا او بیا رغونې چارو د. . .

BACK TO NEWS