د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذيې رئیس او مل پلاوي د زلزلې له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د تغذيې خدماتو څخه د لیدنې او ارزونی په موخه ننګرهار او کونړ ولایتونو ته سفر تر سره کړ

د دې سفر په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې رئیس، ډاکټر حکمت الله معصومي، چې تخنیکي ټیم یې ملتیا کوله، د ننګرهار ولایت اړوند د ټولو هغو مؤسسو له مسؤلینو سره، چې په دغه ولایت کې د تغذیې برخې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي بېړنۍ ناسته تر سره کړه.
یاده ناسته چې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د غونډو په تالار کې تر سره شوه، په کې د ټولو مؤسسو مسؤلینو د تغذیې خدماتو په برخه کې د خپلو وړاندې شویو فعالیتونو راپورونه شریک او د عامه تغذیې رئیس ټینګار وکړ، چې په داسې بېړنیو حالاتو کې باید د عامه تغذیې اړوند خدمتونه پیاوړي او زیانمنو شویو هېوادوالو ته په پوره اخلاص او صداقت خدمات وړاندې کړي.