په خاص کونړ کې د زلزله‌ځپلو لپاره ځانګړی روغتیایي مرکز فعال شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۱۳
MOPH

د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ په نظامي قرارګاه کې د تېر شدیدې زلزلې له امله زیانمنو شویو لپاره د عاجلو خدماتو وړاندې کولو په موخه یوه ځانګړي روغتیایي مرکز کې خدمات پیل شول

یاد روغتیایي مرکز په ټولو اړینو وسایلو او درملو سمبال دی، چې د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو په موخه ورته له ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست څخه ځانګړی ۳۰ کسیز ټیم راغلی، چې په کې متخصصین ډاکټر او نرسان شامل دي؛ دغه روغتیایي کارکوونکي به په پوره ژمنتیا، قوي هوډ او اخلاص د غمځپلو هېوادوالو خدمت ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS