په اکمال تخصص لوی ریاست کې د نوو رئیسانو د معرفي کولو مراسم ترسره شول

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۵:۱۹
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ په اساس ډاکټر احمد فرشيد محمدي د اکمال تخصص لوی ریاست د اکاډميکو چارو د انسجام د رئيس او ډاکټر محمد پرویز نوري د یاد رياست د عملیاتي رئيس په توګه اړوندو کارکوونکو ته وروپېژندل شول

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت، د مقام د دفتر لوى رئيس شیخ الحدیث محمد طاهر حلیم، د اکمال تخصص رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي او يو شمېر مرکزي رئيسانو ګډون درلود.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت په روغتيايې سيسټم کې پر لا زیات شفافيت ټينګار وکړ؛ نویو رئيسانو ته يې په چارو کې د برياليتوب هیله څرګنده کړه او اړوندو کارکوونکو ته یې وروپېژندل.

همدا راز، د مقام د دفتر لوی رئيس، شیخ الحدیث محمد طاهر حلیم تغير او تبديل د اسلامي نظام اصل وباله او زیاته یې کړه، د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې کار اهل کار ته وسپاري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ۲۰ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره د اساسي بېړنۍ پاملرنې پنځه ورځنۍ روزنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا برخې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د اساسي بېړنۍ پاملرنې «Basic Emergency Care (BEC)» پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

دغه روزنيز. . .

BACK TO NEWS