د روغتیايي خدمتونو مرستیال د سپېرې ولسوالۍ د روغتون د جوړېدو ځایونه وارزول

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۱۷
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي خوست ته د سفر پرمهال د یاد ولایت سپېرې ولسوالۍ کې د جوړېدونکي عمومي روغتون (GH) لپاره د ټاکل شویو ځایونو څخه لیدنه ترسره کړه

په یاده لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت مرکزي رئیسانو، د خوست د عامې روغتیا رئیس ډاکټر احمد مجاهد، د سپیرې ولسوال او قومي مشرانو ګډون کړی.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني وویل: (د عامې روغتیا وزارت له لوري د جوړېدونکي عمومي روغتون (GH) لپاره د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو دوه ځایونه انتخاب کړي، چې د تخنیکي ټیم له ارزونې وروسته به یو ځای وټاکل شي او په کې به د روغتون د جوړېدو چارې پیل شي).

ښاغلي مرستیال، زیاته کړه چې د یاد روغتون په جوړېدو سره به د سپېرې ولسوالۍ د اوسېدونکو روغتیايي ستونزې حل او په دې برخه کې به ورته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ۲۰ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره د اساسي بېړنۍ پاملرنې پنځه ورځنۍ روزنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا برخې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د اساسي بېړنۍ پاملرنې «Basic Emergency Care (BEC)» پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

دغه روزنيز. . .

BACK TO NEWS