د عامې روغتیا وزارت د HER پروژې د شاخصونو د ټاکلو په موخه له نړیوال بانک او UNICEF سره ناسته

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۰:۴۳
moph

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د HER پروژې اړوند شاخصونو او موخو ټاکلو په اړه د نړیوال بانک او یونیسیف ادارې له تخنیکي همکارانو سره ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت‌الله "عنایت" په مشرۍ، د نړیوال بانک او UNICEF له تخنیکي همکارانو سره د HER پروژې اړوند شاخصونو او هدفونو ټاکلو په موخه ترسره شوه، چې په کې د وزارت د لومړیتوبونو پر بنسټ د HER پروژې څلور شاخصونه (CYP، سي‌سکشن Cesarean section، جراحي عملیاتونه، او د ماشومانو مصابیتونه) وڅېړل شول.

د ناستې ګډونوالو په ځانګړي ډول د وزارت د اړوندو برخو استازو ټینګار وکړ، چې له یادو شاخصونو څخه باید CYP او ستر جراحي عملیاتونه د HER پروژې د اصلي هدفونو په توګه پاتې شي.

یاده ناسته کې پرېکړه وشوه، یاد هدفونه چې وړاندې به د ولایت په کچه د UNICEF دفتر لخوا د  تطبیق کوونکې مؤسسې سره محاسبه کېدل، له دې ناستې وروسته به دا محاسبه د کلینیکونو په کچه عملي کېږي؛ تر څو هغه کلینیکونه چې په ټیټه کچه روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي، تمرکز پرې زیات او فعالیتونه یې معیاري شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ۲۰ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره د اساسي بېړنۍ پاملرنې پنځه ورځنۍ روزنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا برخې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د اساسي بېړنۍ پاملرنې «Basic Emergency Care (BEC)» پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

دغه روزنيز. . .

BACK TO NEWS