نښتر د پښتورګو درملنې ملي روغتون څخه د عامې روغتیا وزیر لیدنه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۵:۳۵
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي ننګرهار ته د سفر پر مهال دې ولایت کې نښتر د پښتورګو درملنې ملي روغتون څخه لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د ننګرهار عامې روغتیا رئیس مولوي آمین الله شریف، د وزارت مرکزي رئیسانو، ولایتي مسئولینو او روغتیاپالانو ګډون کړی و

د عامې روغتیا وزیر، نښتر د پښتورګو درملنې ملي روغتون بېلا بېلې څانګې ولیدې، ستونزې یې په نښه او د حل په موخه یې مسئولینو سره شریکې کړې.

ښاغلي وزیر دغه راز، مسئولینو ته د یاد روغتون د خدمتونو ښه والي په موخه سپارښتنې ترسره او شریکو شویو وړاندیزونو ته یې د رسېدنې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۲۸
Background image

د عامې روغتیا وزیر د روغتیا نړیوال سازمان او د ګیټس بنسټ له لوړپوړو چارواکو سره وکتل

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې حوزې مشرې اغلې دوکتور حنان البلخي او د ګیټس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې له ۴۷ روغتیايي مرکزونو سره د طبي او غیر طبي وسایلو مرسته وشوه

یاده مرسته د یونیسف نړیوالې ادارې له لوري شوې، چې د  روغتیايي خدماتو په پیاوړتیا او د ناروغانو په درملنه کې به ارزښتناک رول ادا کړي او د مرکز قلات او اړوندو ولسوالیو په ۴۷ روغتیايي. . .

BACK TO NEWS