د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل تخنیکي ټیم سپین بولدک ته د سفر په ترڅ کې له روغتیایي مراکزو او خدماتو څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۰:۳۵
moph

دغه لیدنه چې موخه یې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د غوره روغتیایي خدماتو وړاندې کول او د هغوی روغتیایي ستونزو ته پر وخت رسېدنه وه ، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، اړوندو مسؤلینو ته د روغتیایي خدماتو د لا ښه والي او پراخوالي په اړه لازمې سپارښتنې وکړې

دغه راز، ښاغلي مرستیال د اغېزمنو روغتیایي خدماتو وړاندې کولو لپاره پر ښې همغږۍ ټینګار وکړ او په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې د بېرته راستنېدونکو کډوالو کمپ له روغتیایي مسؤلینو څخه وغوښتل، چې خپلې هڅې لا زیاتې کړئ، تر څو د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو روغتیایي ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ۲۰ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره د اساسي بېړنۍ پاملرنې پنځه ورځنۍ روزنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا برخې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د اساسي بېړنۍ پاملرنې «Basic Emergency Care (BEC)» پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

دغه روزنيز. . .

BACK TO NEWS