ننګرهار روغتیایي علومو انسټېټیوټ کې د یو میلیون افغانیو په لګښت د علمي کنفرانسونو او غونډو لپاره یو لوی حال پرانیستل شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۲:۲۹
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف، د ننګرهار مرستیال والي عزیزالله مصطفی او د یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو ګډون کړی و.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، په دې برخه کې د ICRC له مالي همکارۍ مننه وکړه او مسؤلینو ته یې د روغتیایي علومو انسټېټيوټ د کیفیت ښه والي ډاډ څرګند او ویې ویل: په وروستیو کې د انسټېټيوټ په کارونو او چارو کې ښه والی راغلی او له دې ځایه فارغ شوي محصلین ښه استعدادونه لري.

د یادونې وړ ده، چې یاد حال د ICRC کمېتې له لوري د یو میلیون افغانیو په مالي مرسته جوړ شوی، چې په یوه وخت کې د ۱۰۰ تنو د ناستې ظرفیت لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۳۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي همکاریو د پراختیا په موخه بېلاروس هیواد ته په سفر ولاړ

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له مل پلاوي سره د روغتیايي همکاریو پراختیا، د بېلاروس هېواد له روغتیايي بنسټونو څخه د ليدنې او د دوه اړخيزو تجربو شريکولو. . .

BACK TO NEWS