د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

موضوع: د زرقي محلولاتو د فابریکې لپاره د (2X1250KVA) په وړتیا د ټرانسفارمر د نصب او برېښنا رسونې پروژه

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو د زرقي محلولاتو د فابریکې لپاره د (2X1250KVA) په وړتیا د ټرانسفارمر نصب او برېښنا رسونې پروژه چې د تړون شمېره یې(MOPH/VFP/NCB/1403/W01) ده. د ( باختر کیهان تجارتي، لوژستیکي خدمتونو او مهندسي ساختماني شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت د (62621) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (سرک تصدی ملی بس، خوشحال خان، مرکز کابل، افغانستان) کې دی.

د تړون لومړنۍ بیه (7,582,950.00) اووه میلیونه پنځه سوه دوه اتیا زره نهه سوه او پنځوس افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۹:۴۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د خیرخانې 102بستریز روغتون ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛  تر څو د ( 4500)بالونه 42لیتره طبي اکسیجن چې د (M0PH--HRP-KHH-NCB -1405-GO1) ریفرنس ګڼې درلودونکې ده، د داوطلبۍ . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۹:۴۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د خیرخانې 102بستریز روغتون ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛  تر څو د ( 55) قلمه لابراتواري موادو چې د (M0PH--HRP-KHH-NCB -1405-GO1) ریفرنس ګڼې درلودونکې ده، د داوطلبۍ . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۵۵
Background image

د داوطلبۍ بیا ځلې خبرتیا!

د ابن سینا صدري روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې (د ۱۵۰۰۰ بالونونو طبي اکسیجن هوا برابرول او تدارک د ۱۴۰۵ کال لپاره) د دواطلبۍ په پروسه کې چې د حوالې نمبر . . .

Back to tenders