د عامې روغتیا وزیر د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له استازي او مل پلاوي سره وکتل

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۶:۱۴
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له استازي او مل پلاوي سره وکتل

په دې لیدنه کې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د مرکز کابل په ګډون د هېواد په لسو ولایتونو کې د سرطان ناروغانو د درملنې لپاره د روغتیايي مرکزونو جوړېدو، د سرطان برخې ناروغانو لپاره اړینو وسایلو او درملو پېرلو، د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو لپاره د روغتیا په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو او د افغانستان روغتیايي سیستم د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو مرستو د جلب اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د هېواد په ولایتونو کې د سرطان ناروغانو د درملنې لپاره د جوړېدونکو روغتیايي مرکزونو په موخه د روغتیا نړیوال سازمان څخه مننه وکړه او د روغتیا په برخه کې د دوامداره همکارۍ غوښتونکی شو.

بل لور د روغتیا نړیوال سازمان استازي د روغتیا په برخه کې پر خپلو دوامداره همکاریو ټینګار وکړ او په دې برخه کې د غوره همغږۍ او همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۳:۴۰
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د مور په شيدو د تغذيې په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې چې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، يو شمېر مرکزي رئیسانو، د نړيوالو همکارو ادارو او رسنيو استازو ګډون کړی و، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د بلخ ولایت ابوعلي سينا بلخي سیمه ییز روغتون سره د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو به ارزښت د طبي او غیرطبي تجهیزاتو مرسته وشوه

یاده مرسته د ازبکستان هېواد د فرغانه ولایت له لوري شوې، چې په کې د بستر ناروغانو بېډونه، ویلچرونه، د هوا سړولو (اې سي) دستګاوې، یخچالونه او یو شمېر نور اړین طبي او غیرطبي وسایل شامل دي.. . .

BACK TO NEWS