د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

 

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د جنوب زون کوچیانو پروژې د اړتیا وړ۸۳ قلمه درملو چمتو کول او تدارک چی د ریفرینس شمېره MOPH/S.Z.N.P/NCB/1403/G01 ده تړون یې د (دانیال تیک لمیټد) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت د (۰۱۰۱-۱۹۱۶۵) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (خیرخانه، دریمه حصه، هوتل پروان، ۱۱ ناحيه، مرکز كابل، افغانستان) کې دی.

 د تړون لومړنۍ بیه (۹،۳۲۶،۱۲۳.۲) نهه میلیونه درې سوه شپږ ویشت زره او یو سل درویشت اعشاریه دوه افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

 

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۸:۵۷
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوی پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د مرکزي پولي کلینیک ریاست د (۳۴ قلمه لابراتواري ریجنټونو) تړون چې د پېژندنې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۸:۳۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

نور د سترگو  تخصصي روغتون ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ؛ تر څو د 1405 مالي کال لپاره د  یو قلم مایع  ګاز  برابرول او تدارک چې د MOPH/NH/NCB/1405/G18 ریفرینس ګڼې . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۴:۵۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د د سرطان د کنټرول پروګرام د 1405 مالي کال لپاره د څښلو او ورځنې اوبو استعمال برابرول او تدارک چې د ( MOPH/1405/NCB . . .

Back to tenders