د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د هیموډیالیز پروژې د اړتیا وړ د ۹ قلمه هیموډیالیزمصرفي توکو چمتو کول او تدارک پروژه چې د  MOPH/HNDP/NCB/1403/G01 ریفرینس شمېرې لرونکی ده د (آرین پکتین سهار لمیټد) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (0101-20684) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د خوست لین مومند مارکیت,گردیز,پکتیا) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه یې (28,200,000) اته ویشت میلیون او دوه سوه زره افغانی ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي، چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۸:۵۷
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوی پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د مرکزي پولي کلینیک ریاست د (۳۴ قلمه لابراتواري ریجنټونو) تړون چې د پېژندنې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۸:۳۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

نور د سترگو  تخصصي روغتون ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ؛ تر څو د 1405 مالي کال لپاره د  یو قلم مایع  ګاز  برابرول او تدارک چې د MOPH/NH/NCB/1405/G18 ریفرینس ګڼې . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۴:۵۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د د سرطان د کنټرول پروګرام د 1405 مالي کال لپاره د څښلو او ورځنې اوبو استعمال برابرول او تدارک چې د ( MOPH/1405/NCB . . .

Back to tenders