د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

اتاترک کوچنیانو د درملنې ملي روغتون د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د اړتیا وړ ۱۶ قلمه  (ډیزل تیل، داخلي روغنیاتواوفلترونو) تهیه او تدارک شمېره (MOPH/ATNHC/NCB/1403/G05)  اتاترک کوچنیانو د درملنې ملي روغتون ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې په پورته ذکر شوې داوطلبۍ پروسه کې برخه واخلي او د اړوند شرطپاڼې سافټ کاپي په حافظه یا فلش کې ترلاسه کړي، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم په سر تړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو له نېټې  تر (۲۲/۰۷/۱۴۰۳) یکشنبې ورځې د ماسپښین تردرې بجو پورې اتاترک د کوچنیانو د درملنې ملي روغتون – C بلاک - دوهم منزل- د قراردادونو مدیریت ته وسپارئ.

ترلاسه شوي وړاندیزونه په ذخیروي بکس کې ځای پرځای کېږي او د اړوند هیئت له لوري مهراو لاک کېږي.

ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

د وړاندیز تضمین د بانکي حساب په ډول ۱۸۳،۰۰۰ یو لک دري اتیا زره افغانۍ دی او د وړاندیزونو د پرانیستلو غونډه به د ۲۳/۰۷/ ۱۴۰۳ نېټه دوشنبې ورځ د سهار په ۱۰:۰۰ بجو اتاترک د کوچنیانو د درملنې ملي روغتون - C بلاک – څلورم منزل د کنفرانس خونه کې ترسره کېږي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي:

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۲۷
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو د دې وزارت اړوند  (  د کندهار ولایت میرویس حوزوي روغتون د اړتیا وړ ۱۷۲ قلمه طبي ملزماتو چمتو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۸:۲۵
Background image

د بیا ځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د عاجل ابن سینا روغتون  ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د(یو قلم طبي اکسیجن، 1405کال) پروژې داوطلبۍ پروسه کې، چې د (MOPH/ECP/NCB/1405/G001)  شمېرې لرونکې ده، . . .

Back to tenders