د عامې روغتیا وزارت د ۱۴۰۲ کال د پراختیايي پروژو لګښتونه، ستونزې او حل لارې یې د یو ناستې په ترڅ کې تر بحث لاندې ونیول شوي

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۳:۳۶
MOPH

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ډاکټر محمد حسن غیاثي او د اړوند، ریاستونو مسؤلینو شتون درلود.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ډاکټر محمد حسن غیاثي د مسؤلینو ستونزې واورېدې او هغوی ته یې د پراختیايي بودیجې په لګښت کې د ستونزو د حل په موخه سپارښتنه وکړه؛ چې خپل وړاندیزونه ترتیب او د نورو اجرااتو لپاره یې د عامې روغتیا وزارت مقام ته واستوي؛ تر څو په راتلونکي کال کې په یاده برخه کې د ورته ستونزو مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۵:۴۶
Background image

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د غور عامې روغتیا رئیس، مولوي عبدالواحد حماس سره ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې د غور ولایت د روغتیايي خدمتونو پر وضعیت، شته ستونزو، ننګونو او د روغتیايي مرکزونو پر بنسټیزو اړتیاوو بحث او خبرې وشوې. د غور عامې روغتیا رئیس د روغتیايي مرکزونو تجهیز، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۱
Background image

د هېواد په شمالي زون کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ معیارونو پلي کولو درې‌ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

په دغه روزنیز پروګرام کې د بلخ، جوزجان، فاریاب او سمنګان ولایتونو د خصوصي روغتونونو ۴۶ تنو استازو ګډون کړی دی، چې په ترڅ کې به يې روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ اړوند. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۳:۱۳
Background image

ننګرهار ولایت کې دوه ټنه له نېټې تېر او بې‌کیفیته درمل راټول او د له‌ منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د جلال‌اباد ښار دویمې ناحیې اړوند سيمو کې د درملو عمده پلورنځیو څخه د نظارت په پایله کې دوه ټنه له نېټې تېر او بې‌کیفیته درمل راټول. . .

BACK TO NEWS