د افغانستان د عامې روغتيا وزير د بيرته را ستنيدونکو افغان مهاجرينو لپاره د روغتيايي خدماتو وړاندې کولو په موخه د عامې روغتيا وزارت له رئيسانو او مسؤولینو سره ناسته تر سره کړه

akbari_admin
جمعه ۱۴۰۲/۸/۵ - ۱۵:۰
د افغانستان د عامې روغتيا وزير د بيرته را ستنيدونکو افغان مهاجرينو لپاره د روغتيايي خدماتو وړاندې کولو په موخه د عامې روغتيا وزارت له رئيسانو او مسؤولینو سره ناسته تر سره کړه

په دې ناسته کې د ښاغلي وزير له لوري سپارښتنه وشوه چې هر څه ژر تر ژره په ننګرهار ، کندهار او په ځينې نورو لارو د را ستنیدونکو افغانانو لپاره روغتيايي خدمات لا معياري او ټولو هغه برخو ته رسېدنه وکړي چې اړتيا ليدل کيږي ، د کميټې په جوړولو او تطبيق ټينګار وشو چې په نږدې کې به عملي شي.

هېره دې نه وي د عامې روغتيا وزارت له لوري په طورخم او کندهار کې څه موده وړاندې د بيرته را ستنیدونکو افغانانو لپاره ځانګړي روغتيايي مراکز جوړ شوي ، چې لا نور به غښتلي او معياري کړل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۵
Background image

د کابل ولایت د بګرامي ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او د ۷ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل «دغه پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۱
Background image

د روغتونونو د اداري سیستم د ډیجیټل کولو په موخه د څلورو وزارتونو ګډه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي د مرکز او روغتونونو د اداري سیسټم د ډیجیټل کولو (برېښنايي کېدو) په موخه له ماليې، لوړو زده کړو او مخابراتو وزارتونو مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS