دمعلوماتی تکنالوژی وسایلو د تدارک د داوطلبۍ خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

Location کابل - افغانستان

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو شرایطو پوره کوونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د ملاریا پروگرام،مختلف ساری ناروغی، د ایدز کنترول ملی پروگرام، جنسی ناروغی او هیپاتیت 1402 مالی کال د اړتیا وړ GOV/MOPH/CDCD/MVDP/HIV/CF/NCB/G02/14 شمیره حوالې (ریفرینس) لرونکی د معلوماتی تکنالوژی وسایلو د تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافت کاپي د فلش یا حافظې له لارې د اجناسواو غیرمشورتی خدماتو د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه ددې اعلان د خپریدو له نېټې څخه د 18/08/1402  نېټې، د پنج شنبی ورځې د سهار تر لسو بجو پورې د عامې روغتیا وزارت په څلورلارې کې، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د خلاصولو خونې (اطاق) ته وسپاري. ناوخته رارسیدلي او د انټرنیټ له لارې راغلي آفرونه د منلو وړ ندي.

د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه 130,000 (یو سل دیرش زره ) افغاني دی او د آفرونو د خلاصولو جلسه د  18/08/1402 ، د پنج شنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څیرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د خلاصولو په خونه کې ترسره کیژی.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۳:۲۶
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقود د قانون او د دې وزارت د لنډمهالو اجرائیوي پړاوونو سره سم ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت، د وزیر محمد اکبرخان روغتون ریاست په پام کې لري لاندې تړونونه د هغوی . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۳:۲۱
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډمهالو اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند (د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۳:۲۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د غور ولایت اړوند الله‌یار ولسوالۍ کې د عمومي روغتون (New CHC) GH رغولو پروژې، چې د (MOPH/1405 . . .

Back to tenders