د ۲۹۶ ميلونه افغانيو په لګښت د مور او ماشوم روغتون پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

akbari_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۰ - ۱۰:۲۱
د ۲۹۶ ميلونه افغانيو په لګښت د مور او ماشوم روغتون پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دغه روغتون د ریاست الوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر، مولوي نجیب الله حقاني د بیات بنسټ رئیس، ډاکټر احسان الله بیات او د مختلفو ادارو د استازو په شتون کې پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي ددغه روغتون د جوړېدو له امله له ښاغلي بیات څخه مننه او قدردانی وکړ او ویې ویل: دغه ودانۍ د ۲۹۶ مېلیونه افغانۍ په لګښت په څلورو پوړونو کې په اساسي او معیاري ډول سره جوړه شوې ده چې د میندو او ماشومانو درملنه به په کې ترسره شي.

ښاغلي حنفي همداراز په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او ویې ویل: اوس د بل هر وخت په پرتله په هېواد کې دننه ټولو افغانانو ته دا زمینه برابره شوې چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او د هېوادوالو د خدمت جوګه و ګرځي.

له بلې خوا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د دغه روغتون جوړېدل په هېواد کې د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې د کمولو په برخه کې یو اغېزمن ګام وباله او د ښاغلي بیات له دغه اقدام څخه یې مننه او قدردانی وکړ.

همدارنګه د عامې روغتیا ښاغلي وزیر، د مور او ماشوم د مړینې د کچې د راټيټولو، معیاري روغتیايي خدماتو ته د ټولو هېوادوالو د لاسرسي، د هېواد په سپینو ساحاتو او ولسوالیو کې د روغتونونو او روغتیايي مراکزو د جوړولو په اړه د افغانستان اسلامي امارت او د عامې روغتیا وزارت د تعهد او ژمنتیا په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي وزیر همداراز وویل: د مسلکي او متخصصو کسانو ګمارل د لومړنیو، ثانوي او ثالثي روغتیايي خدماتو د کیفیت ښه والی د روغتیايي کارکوونکو لپاره د زده کړو د زمینې برابرول، د لنډمهاله او اوږدمهاله کړنلارو او ستراتېژیک پلانونو جوړول د روغتونونو ارتقاء له هغه مواردو څخه دي چې عملآ کار پرې جریان لري.

د یادونې وړ ده، چې د مور او ماشوم روغتون ۸۴ بسترونه لري، ۶۰ بسترونه یې د میندو او ۲۴ نور بسترونه یې د ماشومانو لپاره دي، دغه روغتون په عصري طبي وسایلو سمبال دی، چې د بیات بنسټ له لوري په څلورو پوړونو کې د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې روغتون په انګړ کې جوړ شوی چې نن رسمآ پرانیستل شو.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۱:۲۳
Background image

کونړ ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور او خوراکي توکو له پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د یاد ولایت په مرکز اسعد اباد ښار کې د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې يې ۳۸۷ کیلوګرامه درمل او ۴۹۵ کیلوګرامه له نېټې تېر او بې کيفيته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د حجاجو د روغتیایي معایناتو د بهیر همغږي

د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د ۱۴۰۵ هـ ش کال حجاجو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو بهير کې د اسانتياوو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۵
Background image

د ناروغانو د ښې درملنې په موخه د غزني عامې روغتیا ریاست ته ۳۳ قلمه بېلابېل درمل وسپارل شول

یاد درمل چې مجموعي قیمت يې (۹۶۲۵) ډالر کېږي، د PU-AMI مؤسسې ولايتي دفتر له لوري د غزني عامې روغتيا رياست ته وسپارل شول.

دغه درمل د غزني د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر رسول خان نظري د پرله‌. . .

BACK TO NEWS