په هلمند ولایت کې د کرونا د درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

akbari_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۸:۴۲
په هلمند ولایت کې د کرونا د درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده هلمند ولایت ته د سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې د کرونا د درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون پرانیسته ترسره کړه.

مالي او اداري معین یادو مراسمو ته په وینا کې وویل چې دغه روغتون به د دې ولایت د اوسېدونکو شته روغتیايي ستونزې حل کړي او هېوادوالو ته به لازم روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

ښاغلي معین همدا راز زیاته کړه، اسلامي امارت ژمن دی چي ټولو هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي او اسلامي امارت دې برخې ته پوره متوجه ده.

دغه ۱۰۰ بستریز روغتون د آسیا پراختیايي بانک په مرسته د افغان ملي شرکت له لوري د یو مېلیون ډالرو په لګښت سره د یو کال په موده کې جوړ شوی چې د نورو روغتیايي خدماتو ترڅنګ به د اکسیجن پلانټ په برخه کې هم د دې ولایت اوسېدونکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده چې د یاد روغتون د پرانیستې ترڅنګ د عامې روغتیا وزارت له لوري پنځه عرادې مجهز امبولانسونه د بست ولایتي روغتون ته ورکړل شول چې د هلمند ولایت اوسېدونکو د ستونزو د حل په برخه کې اغېزمن تمام شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د کابل د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکونې او درجه‌بندۍ بهیر دوام لري

د عامې روغتیا وزارت خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو ټيم له لوري په کابل کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر په ترڅ کې له دندان معاصر، رفاه معالجوي او میوند فاروق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۵۴
Background image

د استاد قیام الدین خادم عالي لېسې څه باندې ۱۳۰۰تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۳۷
Background image

فاریاب ولایت کې ۱۵ ټنه له نېټې تېر او بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

د فاریاب عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د هېوادوالو روغتیا خوندیتوب او بازار ته د غیر معیاري درملو وړاندې کېدو مخنیوي په موخه په تېرو دوو کلونو کې د یاد ولایت له مرکز او. . .

BACK TO NEWS