په جوزجان ولایت کې عصري او مجهز ۲۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

akbari_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۹:۳۲
په جوزجان ولایت کې عصري او مجهز ۲۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

دغه روغتون چې په عصري او مجهزو وسایلو سمبال دی، د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د پلان او پالیسۍ معین، ډاکټر محمد حسن غیاثي او ورسره مل پلاوي له لوري پرانیستل شو.

مالي او اداري معین، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې د دغه روغتون پرانیسته د جوزجان ولایت د ولسونو لپاره یو مهم او ګټور زېری دی او له دې روغتون سره به ددې ولایت اوسېدونکو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه کېږي.

ښاغلي معین همداراز زیاته کړه چې، د عامې روغتیا وزارت ژمن دی؛ څو د هېواد ټولو نږدې او لرې پرتو سیمو کې هېوادوالو ته عادلانه معیاري خدمات وړاندې کړي.

همدارنګه د جوزجان د ولایت مرستیال د یاد روغتون پرانیستل یو مثبت ګام وباله او د عامې روغتیا وزارت له هڅو یې قدردانی وکړ.

د یادونې وړ ده چې یاد روغتون د وخت پر معیاراتو برابر دی او ولسونو ته به په کې ټول لازم روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۳۱
Background image

د جنګلک د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون د نشه يي توکو مخنیوي ټیم له لوري د بایزید روښان پوهنتون زده کړيالانو ته د عامه پوهاوي غونډه تر سره شوه

د دې غونډې اساسي موخه د زده کړیالانو د پوهاوي کچې لوړول وو؛ تر څو هغوی د نشه‌ يي توکو له خطرونو او ناوړه پایلو څخه خبر او د دې زیانمنې پدیدې د خپرېدو مخنیوي لپاره اغېزمنې لارې چارې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۲۷
Background image

د اعلان شویو روغتیايي بستونو د ازموینې د شفاف بهیر په اړه آنلاین ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د هېواد د مرکزي، شمال، شمال ختیځ، ختیځ، سوېل ختیځ، لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زونونو له روغتیايي مسؤلینو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۲۳
Background image

د غور ولایت روغتیايي مرکزونو ته تشخیصيه وسایل او معیاري یخچالونه وسپارل شو

غور ولایت کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والي او د تشخیصيه ظرفیت پياوړتيا په موخه د شهرک، ساغر او چهارسدې ولسوالیو اړوند CHC+ روغتیايي مرکزونو ته د وینې د حجرو شمېرنې (CBC) ماشینونه او. . .

BACK TO NEWS