د ټولنې د روغتیایي کارکوونکو ملي ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

akbari_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۱۳:۳۳
د ټولنې د روغتیایي کارکوونکو ملي ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

دوشنبه د جمادي الاول ۱۱ نېټه ۱۴۴۴

د عامې ورغتیا وزارت د عرضه خدماتو معین حبیب الله اخندزاده حامد د ټولنې د روغتیايي کارکوونکو ملي ورځې د نمانځنې په پار جوړه شوې غونډې ته په وینا کې وویل: ( موږ د ټولنې د روغتیايي کارکوونکو د کارونو چې تل د روغتیايي عرضه خدماتو په لومړۍ کرښه کې کار کوي قدرداني کوو او د دغې ورځ مبارکي ورته وایو.)

ښاغلي معین زیاته کړه چې : ( موږ د هېواد په کچه نږدې ۳۰ زره د ټولنې روغتیايي کارکوونکي، ۱۴۶۲۲ فعاله روغتیایي پوستې، ۱۹۱۴ تنه د ټولنې روغتیایي ناظرین، ۲۱۲۳۰ روغتیایي شوراګانې، ۱۰۷۸۶ د کورنیو روغتیایي کاري ګروپونه او ۳۷۰ روغتیايي ځالې لرو چې د خدماتو د آمریت (CBHC) تر چتر لاندې د هېواد په مختلفو سیمو کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي.)

همدرانګه د عرضه خدماتو ښاغلي معین د ټولنې د روغتیايي کارکوونکو رول د مور او ماشوم د مړینې د کچې په کموالي د واکسین ترلاسه کول او په ټولنه کې د روغتیایي عرضه خدماتو د ښه والي لپاره ګټور وباله او وعده يې وکړه چې د عامې روغتیا وزارت رهبري د روغتیايي شرکاوو سره په تفاهم په دې هڅه کې دي چې د روغتیايي کارکوونکو د هڅو په پار ځینې امتیازات په نظر کې ونیسي او په دې برخه کې هڅې روانې دي.

د یادونې وړ ده چې د طب وقایوي عمومي رئیس، ډاکتر حیدرخان حیدر د یونسیف ادارې نماینده، نصیراحمد ځلاند او د مختلفو ادارو نماینده ګانو د ټولنې د روغتیايي کارکوونکو پر رول او فعالیتونو خبرې وکړي او د دې پروګرام د دوام لپاره يې له دوی خپل ملاتړ اعلان کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳
Background image

د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ اړوند د هیلګل روغتیایي ځالې ودانۍ د ۸.۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د یاد روغتیایي مرکز ودانۍ د کونړ عامې روغتیا ریاست په هڅو او د (IOM) سازمان په مالي همکارۍ جوړه شوې، چې په فعالیت سره به یې د سیمې ۳زره نه تر ۵زره اوسیدونکي په معیاري تعمیر کې روغتیایي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۴:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست له لوري د څېړنې مېتودولوژۍ اووه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست له لوري د اکمال تخصص برنامې د ټریني ډاکټرانو د علمي او څېړنیزو وړتیاوو لوړولو په موخه استقلال روغتون کې د څېړنې مېتودولوژۍ (Research. . .

BACK TO NEWS