د مرستې غږ

Panah_moph
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۰:۳۷

د پکتيکا ولايت په ګيانې ولسوالۍ کې د را منځته شوي طبيعي  حادثې " زلزلې" له کبله زيات هيوادوال شهيدان او ټپيان دي ، د لمړنيو روغتيايي مرستو په خاطر د عامې روغتيا وزرات له لوري روغتيايي ټيمونه سيمې ته رسیدلي او په روغتيايي مراکزو کې د بشپړې تیارۍ امر شوی ، دا چې دا ستر ناورين مهار شي او له متاثره شويو هيوادوالو سره لومړنۍ بشري مرستې وشي مونږ په همکارو بشري مؤسساتو غږ کوو چې د يادې سيمې له اوسيدونکو سره ژر تر ژره خپلې مرستې تر سره کړي! 
#stand_with_paktika

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۸:۵۴
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده دیارلسمه فقره

که ترانسپورټي شرکتونه او يا افراد د خوراکي توکو درملو او روغتيايي محصولاتو هغه محمولې افغانستان ته واردوي چې د سوداګرۍ رسمي جواز ليک او همدارنګه د عـــامـې روغتيا او کرنې له وزارتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳
Background image

د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ اړوند د هیلګل روغتیایي ځالې ودانۍ د ۸.۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د یاد روغتیایي مرکز ودانۍ د کونړ عامې روغتیا ریاست په هڅو او د (IOM) سازمان په مالي همکارۍ جوړه شوې، چې په فعالیت سره به یې د سیمې ۳زره نه تر ۵زره اوسیدونکي په معیاري تعمیر کې روغتیایي. . .

BACK TO NEWS