په کاپيسا ولايت کې له پنځو ټنو څخه زيات بې کيفيته او تاريخ تېر خوراکي توکي راټول او له منځه يوړل شول

Panah_moph
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۸ - ۱۵:۴۱
بیشتر از پنج تن مواد غذایی بی کیفیت و تاریخ گذشته در ولایت کاپیسا جمع آوری وهدر گردید

چهارشنبه، ثور ۲۸/ ۱۴۰۱

د کاپيسا ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر موسى جان طه په دغه ولايت کې له پنځو ټنو څخه د زياتو بې کيفيته او تاريخ تېر خوراکي توکو د راټولولو خبر ورکوي.

دکاپيسا دعامې روغتيا رييس زياته کړه چې دغه خوراکي توکي دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ له بيلابيلو هټيو څخه داستخباراتو ،امنيه قوماندانۍ ، دکرنې ، کليو پراختيا ، دچاپيريال ساتنې او عامې روغتيا رياست په ګډون د بيلابيلو ادارو د استازو په شتون کې راټول او له منځه يوړل شول .

ډاکټر طه زیاته کړه، چې د دغو پلټنو په پایله کې د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې یو شمېر خصوصي درملتونونه او کلینیکونه لیدل شوي، چې په پایله کې یې پنځه درملتونونه او یو خصوصي کلینک د کاري جوازونو د نشتوالي او د قانون د نه مراعاتولو له امله تړل شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۶:۸
Background image

له داخلي تولیداتو څخه د ملاتړ او پياوړتيا په موخه د سنوفارما فابریکې څخه لیدنه وشوه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د یوه پلاوي په ملتیا د سنوفارما د درملو تولیدي فابریکې څخه لیدنه وکړه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۳:۱۵
Background image

د روغتونونو د مدیریت په برخه کې ۶ ورځنۍ روزنيزه دوره پیل شوه

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست له لوري د روغتونونو د مدیریت په برخه کې د مرکزي او ولایتي روغتونونو د مدیریتي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه ۶ ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۳:۱۳
Background image

په کابل ښار کې د درملو له ۷۵ وارداتي شرکتونو څخه نظارت تر سره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې ریاست د سنبلې میاشتې په ترڅ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د درملو له ۷۵ وارداتي شرکتونو څخه نظارت تر سره کړ، چې له ډلې یې ۶۷ شرکتونه د معیاري. . .

BACK TO NEWS