په کندز ولایت کې په کرونا ویروس اخته ناروغانو ته یوه اندازه خوراکي توکي وویشل شول

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۰ - ۱۳:۳۰
په کندز ولایت کې په کرونا ویروس اخته ناروغانو ته یوه اندازه خوراکي توکي وویشل شول

سه شنبه غویی ٢٠/ ۱۴۰۱

د اروپايي ټولنې په مالي مرسته د آغاخان دفتر په کندز ولایت کې د کرونا ویروس ۸۸۵ ناروغانو ته شپږ قلمه خوراکي توکي وویشل.

د دغو توکو د ویش لړۍ به نن د کندز ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله ساحل او د آغاخان د دفتر، جک دفتر او رسنیو د استازو په حضور کې پر ۱۰۰ تنو مستحقینو وویشل شي.

د کندز د عامې روغتیا رئیس په دغه ولایت کې په کرونا وايروس اخته کسانو د درملنې لپاره د آغاخان دفتر او اروپايي ټولنې له مرستو او همکاریو مننه وکړه او د اړو کسانو لپاره یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۳۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۹مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا خوندیتوب، نظافت او حفظ الصحې مراعتولو او د مضرو وړانګو د خطرونو کمولو او مخنیوي په موخه لازمې سپارښتنې وشوې؛ ترڅو د خلکو روغتیا خوندي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۸:۵۴
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده دیارلسمه فقره

که ترانسپورټي شرکتونه او يا افراد د خوراکي توکو درملو او روغتيايي محصولاتو هغه محمولې افغانستان ته واردوي چې د سوداګرۍ رسمي جواز ليک او همدارنګه د عـــامـې روغتيا او کرنې له وزارتونو. . .

BACK TO NEWS