خاکجبار ولسوالۍ کې د عمومي روغتون جوړولو لپاره د مناسبې ځمکې د ټاکلو په موخه ارزونه ترسره شوه
د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل تخنیکي پلاوي له لوري د کابل ولایت په خاکجبار ولسوالۍ کې د عمومي روغتون جوړېدو په موخه وړاندیز شوې ځمکه وارزول شوه.
د ارزونې پر مهال د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال او تخنیکي پلاوي وړاندیز شوې ځمکه د عمومي روغتون جوړېدو لپاره مناسبه ونه بلله او اړوندو مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د سیمې له اوسېدونکو سره په همغږۍ مناسبه ځمکه وټاکي؛ څو د روغتون د جوړېدو عملي چارې پیل شي.
همدارنګه، ښاغلي مرستيال د خاکجبار ولسوالۍ له جامع روغتیايي مرکز څخه لیدنه وکړه، د روغتیايي خدمتونو بهیر يې وکاته او روغتیايي کارکوونکي یې لا ښو خدمتونو وړاندې کولو ته وهڅول.
