په پکتیا کې د ولایتي روغتون او وزي ځدراڼ روغتیايي مرکز څخه د مولوي عبدالولي حقاني لیدنه
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له ولایتي روغتون او وزي ځدراڼ روغتیايي مرکز څخه لیدنه وکړه
د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال د لیدنې پر مهال د روغتون بېلابېلې څانګې او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر ولید او د شته ستونزو د حل په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
هغه همدارنګه، د بستر ناروغانو احوال واخيست او روغتیايي کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د مسلکي چلند ترڅنګ د ناروغانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.
