د محمود هوتکي عالي لېسې ۱۳۰۰ زدهکوونکو ته د نشهیي توکو د زیانونو او مخنیوي په اړه د پوهاوي پروګرام ترسره شو
د ابنسینا د روږدو درملنې زر بستریز مرکز د نشهیي توکو د استعمال د مخنیوي ټیم له لوري د محمود هوتکي عالي لېسې ۱۳۰۰ زدهکوونکو ته د نشهیي توکو د زیانونو او مخنیوي په اړه د پوهاوي پروګرام ترسره شو
د یاد پروګرام موخه د نشهیي توکو د زیانونو او ناوړه پایلو په اړه د زدهکوونکو د پوهاوي کچې لوړول او د هغوی د وقایوي روحیې پیاوړتیا ده.
په دې پروګرام کې د نشهیي توکو د استعمال ناوړه اغېزې پر جسمي او رواني روغتیا، ټولنیزې او اخلاقي پایلې، د تنکیو ځوانانو او ځوانانو د روږدي کېدو لاملونه او د مخنیوي لارې چارې تشریح شوې.
همدارنګه، د نشهیي توکو د استعمال په مخنیوي کې د کورنۍ، ښوونځي او ټولنې پر رول ټینګار وشو او د نشهیي توکو د زیانونو په اړه د اسلام مبارک دین لیدلوری هم بیان شو.
د پروګرام په پای کې زدهکوونکو خپلې پوښتنې او نظرونه مطرح کړل او د نشهیي توکو د استعمال د مخنیوي په اړه یې په بحث کې فعاله ونډه واخیسته.
