د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي کونړ ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د ۶۰.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د يو عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښوده

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۱۷
moph

په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د کونړ ولايتي مسؤلينو، د عامې روغتيا رئيس، علماوو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

د عامې روغتیا وزیر وویل: د دې روغتون ودانۍ د ا.ا. له بودیجې څخه جوړېږي او د همدې کال په ترڅ کې به په هېواد کې د څه باندې ۱۰۰ روغتونونو د جوړېدو چارې پیل شي.

همداراز، د کونړ عامې روغتيا رئيس وويل: د خاص کونړ ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون د ۶۰.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې ۳۰ بستره به ولري او چارې به یې د یونیم کال په موده کې بشپړې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS