د ګډ نظارتي چک‌ لېست د اصلاح په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۵
moph

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي په مشرۍ د ګډ نظارتي چک‌ لېست د بیاکتنې او معیاري کولو په موخه ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د طبي شورا لوی ریاست، د خصوصي سکتور د تنظیم او همغږۍ ریاست، د روغتیايي تاسیساتو د څارنې ریاست او د روغتیايي خدمتونو د څارنې ریاست تخنیکي او مسلکي استازو ګډون کړی و.

په دې ناسته کې د چک‌ لېست د اغېزمنتیا او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو په موخه لازم اصلاحات رامنځته شول، چې د تأیید لپاره به د وزارت مقام ته وړاندې شي.

مفتي عبدالقدوس هاشمي وویل: د ګډ نظارت موخه د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړول او د اصلاحاتو عملي کول دي. نوموړي ټینګار وکړ، چې له دې وروسته به ګډه نظارتي کمېټه خپلې چارې د اصلاح شوي چک‌ لېست له مخې ترسره کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۳۱
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ښار خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر د پایلو د اعلانولو په موخه غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د افغانستان ا.ا د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال ښاغلي الحاج مولوي عبدالسلام حنفي، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۵
Background image

د ګډ نظارتي چک‌ لېست د اصلاح په موخه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي په مشرۍ د ګډ نظارتي چک‌ لېست د بیاکتنې او معیاري کولو په موخه ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د طبي شورا لوی ریاست،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۶:۲۸
Background image

تخار ولایت کې د پولیو واکسین ۴۸ تنو همغږي کوونکو ته دوه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د تخار ولایت عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مدیریت له لوري د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او (AKHS) مؤسسې د استازو په شتون کې د یاد ولایت د ټولو ولسوالیو د پولیو واکسین ۴۸ تنو همغږي. . .

BACK TO NEWS