د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند (د ساري ناروغیو د کنټرول ریاست اړوند نري رنځ، هیپاټیټ، ایډز او جنسي ناروغیو ۲۵ قلمه توریدي درملو چمتو کول او تدارک پروژه ۱۴۰۵ مالي کال لپاره) چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/1405/NCB/G-2569) ده.
(سالتیکس تجارتي ) شرکت ته تړون ورکړي، یاد شرکت (81604) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (شهرنو حاجي یعقوب څلور لارې مرکز کابل ) کې دی. چې د تړون بیه(7,362,600) اووه میلیونه درې سوه دوه شپېته زره شپږ سوه افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر پنځو کاری ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.
