په کونړ کې د کتلوي معافیت پروګرام د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
په کونړ ولایت کې د کتلوي معافیت پروګرام د ودانۍ بنسټ ډبره د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ، د ۱۵.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت، د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري کېښودل شوه.
دغه ودانۍ د کتلوي معافیت پروګرام د فعالیتونو د تنظیم بهیر ښه والي، د واکسینونو د ساتنې لپاره د مناسبو شرایطو برابرولو او د روغتیايي فعالیتونو لا ښه ترسره کېدو په موخه جوړېږي، چې په جوړېدو سره به يې په دې برخه کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ظرفیت لا پیاوړی شي.
د کونړ عامې روغتیا رئیس، قاري مظفر خان مخلص د روغتیايي زیربناوو پراختیا او د واکسینونو ساتنې لپاره د مناسبو اسانتیاوو برابرول مهم وبلل او د روغتیا په برخه کې یې د زیربنایي پروژو د پلي کېدو څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ.
